هلمند کې ۲۰ ترهګر طالبان ووژل شول

s.mohmand

تېره ورځ, دفاعي او امنیتي ځواکونو د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار اړوند پر ترهګرو طالبانو چاڼیز عملیات تر سره کړل.

چې په پایله کې ۲۰ ترهګر طالبان ووژل شول او ۸ تنه نور ټپيان شول.

همدا راز په دې عملیاتو کې د دښمن یوه اندازه وسلې, مهمات او تجهیزات له منځه یوړل شول.