کندهار کې ۲۷ طالب ترهګر ووژل شول

s.mohmand

تیره ورځ، دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ، د کندهار ولایت "ډنډ، ژیړۍ، نیش، او شاه ولیکوټ " ولسوالیو اړوند کې طالب ترهګرو باندې تصفیوي عملیات ترسره کړل.

چې په پایله کې ۲۷ ترهګر طالبان ووژل شول او ۶ نور ټپیان شول.

همداراز د دښمن یوه ۱ پټنځای، ۱موټر، ۳موټرسایکلونه، اندازه وسلې، مهمات او چاودیدونکي توکي له منځه وړل شوي دي.

د دې ترڅنګ شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې طالب ترهګرو ملکي او پوځي کسانو ته د زیان رسولو په موخه ۱۵ کړۍ ماینونه ځای پرځای کړي وو چې دفاعي او امنیتي ځواکونو د دغو ماینونو په کشف او شنډولو سره د خونړیو ترهګریزو پیښو مخه ونیوله او د لسګونه انسانانو ژوند وژغورل شول.