هلمند کې د طالبانو ۲ مهم قوماندانانو په ګډون د ۹ ترهګرو وژل کیدل

s.mohmand

تېره ورځ، افغان هوایي ځواکونو د هلمند ولایت ګرشک او نهرسراج ولسوالیو کې د ترهګرو طالبانو غونډه  په نښه کړه.

چې په پایله کې د طالبانو ۲ مهم قوماندانانو په ګډون ۹ ترهګر طالبان ووژل شول او  د نهرسراج ولسوالۍ  لپاره د ترهګرو طالبانو  استخباراتو مسول په ګډون ۵ نور ټپیان شول.

همداراز د دښمن یوه اندازه وسلې، مهمات او تجهیزات له منځه وړل شوي دي.