هلمند کې ۲۴ ترهګر طالبان ووژل شول
تېره ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوایي قواوو په ملاتړ، دګډو عملیاتو په ترڅ کې د هلمند ولایت نهرسراج، نادعلي، ناوې ولسوالیو او ۶۰۱ عمومي لاره کې ترهګر طالبان په نښه کړل.
چې په پایله کې ۲۴ ترهګر ووژل شول او ۱۸ نور ټپيان شول.
همداراز د دښمن ۳ موټر، ۲ موټرسایکلونه، ۱ راکټ، ۲میله پیکا، ۳ میله کلاشینکوفونه، ۱ میل درازنوف او ۶ پایې مخابرې منځه وړل شوي.