کندز کې طالبانو د ۳ قوماندانانو په ګډون ۳۵ ترهګر ووژل شول

s.mohmand

نن سهار هوایي ځواکونو د کندز ولایت امام صاحب, خان اباد او ګورتپې ولسوالیو اړوندو سیمو کې طالب ترهګر په نښه کړل.

چې په پایله کې طالبانو د ۳ مخکښو قوماندانانو "قاري جواد هاشمي", "حیدر" او "مولوي قدیر" په ګډون, ۳۵ ترهګر ووژل شول او ۱۰ تنه نور ټپيان شول.

همدا راز د دښمن څو موټر, یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه یوړل شول.