د فاریاب ولایت خانچارباغ ولسوالۍ طالبانو له واکه ووتله
د فاریاب ولایت اندخوي څلورګونو ولسوالیو د بیا نیولو عملیات پیل شول, خوشبختانه خانچهار باغ ولسوالۍ بشپړ د طالب ترهګرو له شتونه پاکه شوه.
په دې عملیاتو کې لسګونه طالب ترهګرو ته مرګ ژوبله اوښتې او سلګونه نور ترهګر د اتلو ځواکونو په محاصره کې دي.
نن سهار د یاد ولایت اندخوي ولسوالۍ هم د ترهګرو له واکه ووتله. دفاعي او امنیتي ځواکونه د پرمختګ په حال کې دي.