هلمند کې د ۱۲ خونړیو پیښو مخه ونیول شوه

s.mohmand

تېره ورځ، طالب ترهګرو د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار اړوند «بولان» سمه کې ۱۲ بیلابیل ډول ماینونه ملکي او پوځي کسانو ته د مرګ ژوبلې اړولو په موخه ځای پر ځای کړي وو.

دفاعی او امنیتي ځواکونو د دغو ماینونو په کشف او شنډولو سره د خونړیو پیښو مخه ونیوله او د لسګونه کسانو ژوند يې وژغوره.