بغلان کې د طالبانو یوه مهم قوماندان په ګډون ۱۷ ترهګرو ته مرګ ژوبله اوښتې
تېره شپه دفاعي،امنیتي او کومانډو ځانګړو ځواکونو د بغلان ولایت مرکز پلخمري”شهرک بند دو” او “ زمانخیلو” سیمو کې د ترهګرو طالبانو غونډه په نښه کړه.
چې په پایله کې ۶ ترهګر ووژل شول او د ترهګرو یو مهم قوماندان” مفتي عثماني” په ګډون ۱۱ نور ټپيان شول.
همداراز د دښمن یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.