تخار کې د طالبانو ۳ مهمو قوماندانانو په ګډون ۲۱ ترهګر طالبان ووژل شول
تېره ورځ کومانډو ځانګړو ځواکونو د تخار ولایت مرکز “ چشمه شیر” اړوند کې ترهګر طالبان په نښه کړل.
چې په پایله کې دطالبانو ۳ مهم قوماندانانو “نیک مل”او ۲ نورو په ګډون ۲۱ ترهګر طالبان ووژل شول.
نیک مل د هېواد شمال لویدیځ حوزه کې د ترهګرو طالبانو یو مهم قوماندان وو، چې دهېواد کندوز او تخار ولایتونو کې ورانکاره او ترهګریزو فعالیتونو کې مهم رول درلود.