کندهار کې ۱۹ طالب ترهګر ووژل شول
تېره ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ، د کندهار ولایت پنجوايې ولسوالۍ اړوند پر طالب ترهګرو چاڼیز عملیات تر سره کړل.
چې په پایله کې ۱۹ طالب ترهګر ووژل شول او ۱۳ تنه نور ټپیان شول.
همدا راز په دې عملیاتو کې د دښمن یوه اندازه وسلې، مهمات او چاودیدونکي توکي له منځه یوړل شول.