هلمند کې طالبانو د ۵ قوماندانانو په ګډون ۵۹ ترهګر ووژل شول
تېره ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ، د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه اړوند «بولان کلا» نهرسراج، ګرمسیر، نادعلي او ناوې ولسوالیو اړوند د طالب ترهګرو غونډې او مورچلونه په نښه کړل.
چې په پایله کې طالبانو د ۵ کلیدي قوماندانانو "ملا جميل"، "حاجي لالا"، "شاولي"، "سديس" او "همکار" په ګډون، ۵۹ ترهګر ووژل شول او ۱۸ تنه نور ټپیان شول.
همدا راز د دښمن ۳ موټر، ۲ موټر سایکل، ، ۲ پيکا، ۱ راکټ، ۵ کلاشينکوف، ۳ مخابرې، ۵ پټنځایونه، ۳ مورچلونه او ۳۰ متره تونل له منځه یوړل شول.