غزني کې ۱۰ طالب ترهګر ووژل شول

s.mohmand

تېره ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ، د غزني ولایت اندړو ولسوالۍ اړوند «چهار دیوار» سیمه کې پر طالب ترهګرو چاڼیز عملیات تر سره کړل.

چې په پایله کې ۱۰ طالب ترهګر ووژل شول او ۱۲ تنه نور ټپیان شول.

همدا راز د دښمن یو شمېر وسلې، مهمات او تجهیزات له منځه یوړل شول.