هلمند کې طالبانو د یو کلیدي قوماندان او ۲ پاکستاني تروریستانو په ګډون ۲۴ ترهګر ووژل شول

s.mohmand

تېره ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ د هلمند ولایت ګرمسیر او ناوې ولسوالیو اړوند پر طالب ترهګرو چاڼیزو عملیات تر سره کړل.

چې په پایله کې طالبانو د یو کلیدي قوماندان «ابرار» او ۲ پاکستاني تروریستانو په ګډون، ۲۴ ترهګر ووژل شول او ۱۹ تنه نور ټپیان شول.

همدا راز په دې عملیاتو کې د دښمن، ۲ موټر سایکل، زیات شمېر وسلې، مهمات او تجهیزات له منځه یوړل شول.