ارزګان کې۳۳ طالب ترهګر ووژل شول

s.mohmand

تېره ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ د ارزګان ولایت مرکز اړوند ترینکوټ او چورې ولسوالۍ کې پر طالب ترهګرو چاڼیز عملیات تر سره کړل.

چې په پایله کې ۳۳ طالب ترهګر ووژل شول او ۲۰ تنه نور ټپيان شول.

همدا راز په دې عملیاتو کې د دښمن ۲ پټنځایونه، یو زیات شمېر وسلې، مهمات او چاودیدونکي توکي له منځه یوړل شول.