کندهار کې ۲۴ طالب ترهګر ووژل شول

s.mohmand

تېره ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ، د کندهار ولایت سپین بولدک، میوند او پنجوايې ولسوالیو اړوند پر طالب ترهګرو چاڼیز عملیات تر سره کړل.

چې په پایله کې ۲۴ طالب ترهګر ووژل شول او ۱۶ تنه نور ټپيان شول.

همدا راز په دې عملیاتو کې د دښمن یوه زیاته اندازه وسلې، مهمات او چاودیدونکي توکي له منځه یوړل شول.