هلمند کې طالبانو د یو مخکښ قوماندان په ګډون ۱۹ ترهګر ووژل شول

s.mohmand

تېره ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوایي قواوو په ملاتړ, د هلمند ولایت نهر سراج ولسوالۍ اړوند "دشت سیمینار" سیمه او ناوې ولسوالۍ کې طالب ترهګر په نښه کړل.

چې په پایله کې طالبانو د یو مخکښ قوماندان «عبدالرحمن» او د یادې ډلې د سرې قطعې د ۱۶ غړو په ګډون ۱۹ ترهګر ووژل شول او ۱۲ تنه نور ټپيان شول.

همدا راز د دښمن یو شمېر وسلې, مهمات او تجهیزات هم له منځه یوړل شول.