هلمند کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو عملیات

s.mohmand

تېره ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ، د هلمند ولایت نهر سراج ولسوالۍ اړوند «بند برق» او «نوروز» کلیو کې پر طالب ترهګرو چاڼیز عملیات تر سره کړل.

چې په پایله کې ۴ طالب ترهګر ووژل شول او ۷ تنه ټپيان شول.

همدا راز د دښمن ۵ میله بیلابیل ډول وسلې او ۴ مخابرې هم له منځه یوړل شوې.