کندوز کې طالبانو د سرې قطعې قوماندان په ګډون ۲۰ ترهګر ووژل شول

s.mohmand

تېره ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ د کندوز ولایت خان اباد ولسوالۍ اړوند پر طالب ترهګرو چاڼیز عملیات ترسره کړل.

چې په پایله کې طالبانو د سرې قطعې یو مخکښ قوماندان «قاري هاشم» په ګډون ۲۰ ترهګر ووژل شول او د هغوې د یو بل کلیدي کس «قاري حلیم» په ګډون ۱۰ تنه نور ټپيان شول.

په دغو عملیاتو کې د دښمن یوه زیاته اندازه وسلې، مهمات او تجهیزات له منځه وړل شوي دي.

همدا راز د یادې ولسوالۍ پراخې سېمې د دښمن له شتونه پاکې شوې.