غزني کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو عملیاتو کې ۲۵ طالبان ووژل شول
تېره ورځ دفاعي، امنیتي او کومانډو ځانګړو ځواکونو د هوایي قواوو په ملاتړ، د غزني ولایت قره باغ ولسوالۍ کې ترهګرو طالبانو باندې عملیات ترسره کړل.
پایله کې ۲۵ طالبان ووژل شول او ۱۵ نورټپیان شول.
د دې پخوا کې ۳۰ کړۍ ماینونه چې ترهګرو طالبانو یادې ولسوالۍ کې د ملکي او پوځي کسانو د وژلو په موځه ځای پرځای کړي وو، د ملي اردو ځواکونو له لوري کشف، خنثی شول او د لسګونو هېوادوالو ژوند وژغورل شو.