زابل کې ۱۶ طالب ترهګر ووژل شول

s.mohmand

تېره ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ د زابل ولایت مرکز قلات ښار او شینکۍ ولسوالۍ اړوندو سېمو کې پر طالب ترهګرو عملیات ترسره کړل.

چې په پایله کې ۱۶ طالب ترهګر ووژل شول او ۸ تنه نور ټپیان شول.

همدا راز په دې عملیاتو کې د دښمن ۴ پټنځایونه د یو شمېر وسلو او مهماتو سره له منځه یوړل شول.