هلمند کې دطالبانو د تروریستي بریدونو مسول "الغازي" په ګډون ۹ ترهګر ووژل شول
نن مخکې له غرمې هوایي ځواکونو دګډو عملیاتو په دوام سره د هلمند ولایت نهرسراج ولسوالۍ کې دترهګرو طالبانو د اخاذۍ مرکز په نښه کړل.
چې په پایله کې د طالبانو د ترورستي ډلې مسول رحمت الله مشهور په "الغازي" په ګډون، ۹ ترهګر ووژل شول او د اخاذۍ مرکز یې له منځه وړل شوی.
الغازي یاد ولایت ۶۰۱نمبر لاره کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو پروړاندې د موټر بمب او ترهګریزو بریدونو فعالیتونو طرح کوونکی وو، تېرو ۲ میاشتو اوږدو کې یادې ولسوالۍ، دغه ښار او نمبر یک لاره کې ۴ موټر بمب بریدونه ترسره کړي وو.