پروان کې د ملي اردو د شهیدانو محترمو کورنیو ته د خوړو توکو بستې وویشل شوې
د ملي اردو د معظمو شهیدانو له محترمو کورنیو سره د مرستو او همکاریو په دوام سره، نن په#پروان ولایت کې د ملي اردو د شهیدانو محترمو کورنیو ته د خوړو توکو بستې وویشل شوې.
ملي دفاع وزارت د روژې د مبارکې میاشتې په مناسبت دغه پروګرام د هېواد په ټولو ولایتونو کې دوام لري.
له دې وړاندې د ملي دفاع وزارت له لوري د مرستو رسونې دغه لوی پروګرام په
بادغیس، غزني، پکتیا، پکتیکا، غور، هرات، میدان وردګ، لوګر، بدخشان تخار، کندوز، سمنګان، فاریاب، بلخ، نورستان، ننګرهار، لغمان، سرپل، کونړ او بغلان ولایتونو کې د روژې د مبارکې میاشتې د رارسیدو په مناسبت د خوړو توکو بستې ویشل شوي دي.