فراه کې د یوه موټر بم برید مخه ونیول شوه

s.mohmand

تېره ورځ مازدیګر طالبانو غوښتل چې یو "مازدا" ډوله موټر د فراه ولایت بالابلوک ولسوالۍ اړوند کې د ملي اردو ځواکونو پر قرارګاه ترهګریز برید تر سره کړي.

موخې ته له رسیدو مخکې د ملي اردو ځواکونو له لوري په نښه او له منځه یوړل شو.

د دغه موټر بم  له منځه وړلو سره د یوې خونړۍ پیښې مخه ونیول شوه او د لسګونو هېوادوالو ژوند وژغورل شو.