کندهار کې د طالبانو ۱ مخکښ غړی د ۱۲ کسانو سره ووژل شو
تیرو ۲۴ ساعتونو کې دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ د کندهار ولایت ارغنداب ولسوالۍ اړوندو سېمو کې ګډ چاڼیز عملیات تر سره کړل.
چې په پایله کې د طالبانو یو مخکښ غړی «نثار احمد» چې تازه د کندهار جنګ د رهبري کولو له پاره د هلمند څخه راغلی وو، په یې ګډون، ۱۳ ترهګر ووژل شول او ۶ تنه ټپیان شول.
د دغه عملیاتو په ترڅ د دښمن ۱ موټر سایکل، یوه اندازه وسلې او مهمات لاسته راغلل.
همدا راز د «سمیع قلعه چه» کلی د دښمن له شتون څخه بشپړ پاک شو او۷۰ کړۍ ماینونه کشف او شنډ شول.