هلمند کې ۵ ماین جوړونکي ووژل شول او د طالبانو د چاودیدنکو توکو ډیپو له منځه یوړل شو

s.mohmand

هوایي ځواکونو د هلمند ولایت ناوې ولسوالۍ اړوند طالبانو د چاودیدونکو توکو یو لوی ډيپو په نښه کړ. 

چې په پایله کې د طالبانو ۵ مسلکي ماین جوړونکي ووژل شول.

همدا راز یاد ډيپو له ۱۰ ټنه چاودیدونکو توکو, ۶۶ کړۍ بیلابیل ډول ماینونو, ۲ کلاشینکوفونو, ۱ پيکا, ۱ راکټ او ۱ موټر سره له منځه یوړل شو.