د نیمروز ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې د هوایي برید په پایله کې، د ۹ پاکستاني ترهګرو په ګډون، ۱۴ تروریستان وژل شوي دي

s.mohmand

د هېواد هوایي ځواک دوه شپې مخکې، د نیمروز ولایت د "خاشرود" ولسوالۍ په "منزرې" سیمه کې د طالبانو یوه قرارګاه په نښه کړه.
په دغه هوایي برید کې، ۹ پاکستاني ترهګر او ۵ تنه د سیمې طالبان ووژل شول او ۶ تنه نور یې ټپیان شول.
په دې برید کې، عامو وګړو ته د مرګ ژوبلې د ادعا په تړاو څېړنې روانې دي.