دفاعي او امنیتي ځواکونو په لوګر کې د چاودیدونکو توکو څخه ډک یو کرولا موټر نیولی دی.

s.mohmand

نن غرمه مهال د تندر قول اردو د څلورمې لوا اتلو او بیدارو منسوبینو د لوګر ولایت د محمداغې ولسوالۍ اړوند د «پورک» په سیمه کې د چیک پواینټ په لړ کې یو کرولا موټر چې د وسله والو طالبانو لخوا پکې چاودیدونکي توکي ځای پرځای شوي و، د دفاعي او امنیتي ځواکونو لخوا د پلټنې پر مهال ونیول شو.

ددغه چاودیدونکو توکو په نیولو سره دفاعي ځواکونو وکولاي شول د ترهګریزو بریدونو مخه ونیسي او د یو شمیر بېګناه هیوادوالو ژوند هم وژغوري.