د کندهار په درې ولسوالیو کې ۳۰ طالبان ووژل شول
تېره ورځ طالبانو د کندهار ولایت د «ارغنداب»، «ډنډ» او «پنجوایې» ولسوالیو اړوندو سېمو کې پر دفاعي او امنیتي ځواکونو د برید په موخه راټول شوي وو.
دفاعي او امنیتي ملي ځواکونو په ګډو عملیاتو کې د هوايي قواوو په ملاتړ دغه ډله ترهګر په نښه کړل، چې په پایله کې ۳۰ طالبان ووژل شول، ۴ تنه ټپیان، د دښمن ۷ پټنځایونه، وسلې او مهمات له منځه یوړل شول.
همدا راز د یاد ولایت په ډنډ ولسوالۍ کې د ملکي او نظامي کسانو د وژلو په موخه، ۴ کړۍ ماینونه ځای پر ځای کړي وو، چې د ملي اردو د انجنیرۍ ټیم له خوا کشف او شنډ شول.