ننګرهار اچین  کې ۱۱ طالبان ووژل شول

s.mohmand

 
تېره ورځ طالبان د ننګرهار ولایت "اچین" ولسوالۍ مامند درې سیمه کې د  دفاعي او امنیتي ځواکونو پر پوستو د برید په موخه راټول شوي وو.

  دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي ځواک په ملاتړ د فعالې دفاع په چوکاټ کې د غه ترهګره ډله په نښه کړه، چې په  پایله کې ۱۱ طالبان ووژل شول.

همدا راز د طالبانو یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه یوړل شوي.

یادې ولسوالۍ مامند درې سیمه د طالبانو له شتون څخه پاکه شوې ده او ځینو سیمو کې د امنیت لاټینګښت او ښه والي په موخه امنیتي پوستې هم جوړې شوي دي.