په غزني ولایت کې د تیرې ورځې موټر بم برید طراح له ۷ ترهګرو سره ووژل شو

s.mohmand

 

حمزه وزیرستاني؛ هغه کس چې تیره ورځ د غزني ولایت په مرکز کې د امنیتي ځواکونو پر یوې پوستې تروریستي موټر بم برید ترسره کړی وو؛ تیره شپه د غزني ولایت د ګېرو ولسوالۍ په "علي شیرخیل" کلي کې د افغان امنیتي ځواکونو له لوري له اوو تنو جنګیالیو سره یې ووژل شو.

 په دغه برید کې، د طالبانو یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه تللي دي.