د هلمند ولايت په موسی کلا ولسوالۍ کې ۱۳ وسله وال طالبان داسې مهال وژل شوي، چې په ملي امنيتي او دفاعي ځواکونو يې د بريدونو پلان درلود

s.mohmand

تيره شپه, يوه ډله وسله وال طالبان د هلمند ولايت اړوند موسی کلا ولسوالۍ د ملا محيب په قرارګاه کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو په پوستو د بريدونو د پلان جوړولو په موخه سره راټول شوي ول.

ملي امنيتي او دفاعي ځواکونو د وسله والو طالبانو د ملا محيب په قرارګاه کې د دوی د پلان د تطبيق کولو مخه ډب کړه.

په پايله کې, ملي دفاعي ځواکونو د وسله والو طالبانو مربوط ملا محيب قرارګاه په نښه کړه، ۱۳ تنه وسله وال طالبان پکې ووژل شول.

د ملي دفاعي ځواکونو په بریدونو کې د وسله والو طالبانو ۷ عرادې موټرسايکل، ۱ عراده موټر، ۴ قابه د شپې دوربين، ۱ ميل ايم فور سلاح، ۲ قبضه راکټ، يو ۸۲، ۲ ميله کلاشينکوف او ۱ قبضه ميګاروف تفنګچه له منځه وړل شوي دي.

د يادونې وړ ده؛ د افغان ځواکونو په يادو بريدونو کې د يوې قرارګاه په ګډون ۲۷۵۰ کيلوګرامه چاودېدونکي هم له منځه تللي دي.