په غزني کې تازه دمي ځواکونه ځای پر ځای شول

s.mohmand

زیات شمیر ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه د غزنی ولایت په ځانګړي توګه د ښار او په شاو خوا سیمو کې شتون لري او د دوې پوستو ته په وخت سره اکمالات رسول کیږي.

تازه دمي کومانډو ځواکونه د غزني ولایت د ښار شاوخواه او په ځانګړې توګه د آرزو په سیمه کې ځای پر ځای شوي, د وضعیت څارنه او کنټرول کوي.

بدبختانه طالبانو د ارزو د سیمې په ځینو لوی لارو او سړکونو کې ماینونه خښ کړي، ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه هڅه کوي, چې یادې سیمې د ماینونو او چاودیدونکو توکو له شتون څخه پاکې کړي.