۲۲ تنه ترهګر ووژل شول

s.mohmand

کابل- افغانستان: د هېواد ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې۱۳ پلان شوي یرغلیز او چاڼيز عملیات او ۲۱ هوايي بریدونه د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې تر سره کړي؛ د دغه عملیاتو په ترڅ کې ۲۲ تنه ترهګر وژل شوي، ۳ تنه  ټپیان او ۳ تنه نیول شوي دي.

نیمروز- خاشرود او دلارام ولسوالیو کې د هوایي بریدونو په پایله کې ۶ تنه ترهګر وژل شوي، یو موټر، ۲ موټر سایکلونه او یو شمیر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.

فراه- مرکز اړوند کاریز سیمه کې د هوایي بریدونو په پایله کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي او یو تن ټپي شوی دی.

ارزګان- مرکز اړوند سیمه کې د هوایي بریدونو په پایله کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي، ۱۰۰ کیلو ګرامه چاودیدونکي توکي او ۲ کړۍ ماینونه کشف او شنډ شوي دي.

 هلمند- ګرمسیر او ناوې ولسوالیو کې د هوایي بریدونو په پایله کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي، ۲ موټر او یو شمیر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي. 

خوست- مرکزاړوند کرغده سیمه کې ۳ تنه طالب ترهګر وژل شوي دي.

لوګر- چرخ ولسوالۍ کې د کماندو ځواکونو دچانیزو عملیاتو په ترڅ کې، ۲ تنه ترهګر وژل شويُ ۲ تنه ټپیان، یو شمیر وسلې او مهماتُ یوه مخابره لاسته راغلې او یو کړۍ ماین کشف او شنډ شوی دی.

ننګرهار- خوګیانو او شیرزادو ولسوالیو کې د ځوابي ډزو په پایله کې ۳ تنه ترهګر نیول شوي دي.