۶۰ تنه ترهګر وژل شوي
کابل – افغانستان: د هېواد ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۹ پلان شوي یرغلیز او چاڼيز عملیات او ۲۰ هوايي بریدونه د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې تر سره کړي؛ د دغه عملیاتو په ترڅ کې ۶۰ تنه ترهګر وژل شوي، ۱۷ ټپیان او ۴ تنه نیول شوي دي.
سمنگان- دره صوف ولسوالۍ کې د هوايي ځواکونو په ملاتړ د کماندو ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو په پایله کې ۱۷ تنه ترهګر وژل شوي او ۳ تنه ټپیان شوي دي.
غزني- اندړو او آب بند ولسوالیو کې د کماندو ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو په پایله کې ۱۶ تنه ترهګر وژل شوي، ۳ ټپیان، ۴ نیول شوي، ۶ موټر او ۹ موټر سایکل له منځه وړل شوي دي.
ارزگان- ولایت مرکز ترینکوټ کې د ګډو ځانګړو عملیاتو په پایله کې ۹ تنه ترهګر وژل شوي، ۳ ټپیان او ۴ کړۍ ماینونه کشف او شنډ شوي دي.
فراه- خاک سفید ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په پایله کې ۵ تنه ترهګر وژل شوي دي.
بلخ- کشنده ولسوالۍ کې د هوايي برید په پایله کې ۵ تنه ترهګر وژل شوي دي.
پکتیکا- خوشامند ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په پایله کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي او یو موټر له منځه وړل شوی دی.
هلمند- نادعلي او سنګین ولسوالیو کې د هوايي بریدونو په پایله کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي او یو ټپي شوی دی.