۱۰۹ تنه ترهګر وژل شوي

s.mohmand

کابل – افغانستان: د هېواد ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۷ پلان شوي ګډ یرغلیز او چاڼيز عملیات او ۲۹ هوايي بریدونه د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې تر سره کړي؛ د دغه عملیاتو په ترڅ کې ۱۰۹  تنه ترهګر وژل شوي، ۴۵ تنه ټپیا او ۵ تنه نیول شوي دي.

ارزگان- دهراوود، خاص ارزګان ولسوالیو او ولایت مرکز کې د هوايي ځواکونو په ملاتړ د دفاعي او امنیتي ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو په پایله کې ۳۰ تنه ترهګر وژل شوي، ۶ تنه ټپیان، یو موټر سایکل، ۳ پټنځي، ۱۰ تونلونه، ۱۳۰۰ کیلو ګرامه چاودېدنکي توکي له منځه وړل شوي او ۲۳ کړۍ ماینونه کشف او شنډ کړی شوي دي.

بلخ- چهار بولک او بلخ ولسوالیو کې د کماندو ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو په پایله کې ۲۲ تنه ترهګر وژل شوي، ۱۸ تنه ټپیان او ۱۱ پټنځي له منځه وړل شوي دي.

هلمند- مارجه او نادعلي ولسوالیو کې د هوايي بریدونو په پایله کې ۱۸ تنه ترهګر وژل شوي او یو تن ټپي شوی دی.

لوگر- محمد آغه ولسوالۍ ولایت مرکز کې په هوايي ملاتړ د دفاعي او امنیتي ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو په پایله کې ۱۲ تنه ترهګر وژل شوي د وسلو او مهماتو یوه زېرمه له منځه وړل شوې ده.

کاپیسا- نجراب ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په پایله کې ۹ تنه ترهګر وژل شوي او د دښمن ۴ پټنځي له منځه وړل شوي دي.

بغلان- دهنه غوري ولسوالۍ په قلعه خواجه او شهرنو سیمو کې د هوايي بریدونو په پایله کې ۷ تنه ترهګر وژل شوي او ۸ تنه ټپیان شوي دي.

لغمان- علیشنګ ولسوالۍ کې د هوايي برید په پایله کې ۳ تنه ماین خښوونکي وژل شوي او ۲ تنه ټپیان شوي دي.

غزني- ګیلان او اندړو ولسوالیو کې د ځوابي ډزو په پایله کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي او ۶ تنه ټپیان شوي دي.

دایکندی- ګجران ولسوالۍ کې د هوايي برید په پایله کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي، ۴ تنه ټپیان او یو موټر له منځه وړل شوی دی.

هرات- زاول ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په پایله کې یو تن ترهګر وژل شوی او یوه کړۍ ماین کشف او شنډ کړی شوی دی.

پکتیکا- برمل ولسوالۍ په سور غمي سیمه کې د هوايي برید په پایله کې د حقاني شبکې یو تن ترهګر وژل شوی او یو پټنځی له منځه وړل شوی دی.

پکتیا- وازه خواه ولسوالۍ کې د ګډو ځانګړو عملیاتو په پایله کې د حقاني شبکې اړوند ۵ تنه ترهګر نیول شوي، یو موټر، یو موټر سایکل او یو شمېر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.