۵۸ تنه ترهګر وژل شوي
کابل – افغانستان: د هېواد ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۷ پلان شوي ګډ یرغلیز او چاڼيز عملیات او ۹ هوايي بریدونه د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې تر سره کړي؛ د دغه عملیاتو په ترڅ کې ۵۸ تنه ترهګر وژل شوي، ۲۱ تنه ټپیا او یو تن نیول شوی دی.
هلمند- ګرشک، نوزاد، سنګین او مارجه ولسوالیو کې د ځوابي او توپچي ډزو، هوايي بریدونو او د ماین چاودنې په پایله کې ۱۷ تنه ترهګر وژل شوي او ۵ تنه ټپیان شوي دي.
پکتیکا- برمل ولسوالۍ کې د هوايي ځواکونو په مرسته د ګډو ځانګړو عملیاتو په پایله کې ۱۴ تنه ترهګر وژل شوي، یو تن نیول شوی، یو شمېر وسلې او مهمات، ۱۱ پرتلې ۶ قطعې پاکستاني پېژند کارتونه، د مبایل ۲ سېټونه، ۷ سیمکارتونه، یوه قطعه د وسلې ګرځولو جواز کارت، یوه آیکم مخابره لاسته راغلي او یو موټر سایکل له منځه وړل شوی دی.
تخار- اشکمش ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په پایله کې د طالبانو د یو تن قومندان په ګډون ۸ تنه ترهګر وژل شوي او ۵ تنه ټپیان شوي دي.
کندهار- خاکریز او پنجوايي ولسوالۍ کې د چاڼیزو عملیاتو او ځوابي ډزو په پایله کې ۷ تنه ترهګر وژل شوي، ۷ تنه ټپیان، ۱۱ پټنځي له منځه وړل شوي او ۴۴ کړۍ ماینونه کشف او شنډ کړی شوي دي.
جو زجان- قش تېپه ولسوالۍ کې د هوايي برید په پایله کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي، ۲ تنه ټپیان او ۲ موټر له منځه وړل شوي دي.
پکتیا- زرمت ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په پایله کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي او ۲ موټر سایکل له منځه وړل شوي دي.
فراه- ولایت مرکز پنجیره کلي کې د ګډو ځانګړو عملیاتو په پایله کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او ۲ تنه ټپیان شوي دي.
هرات- ادرسکن ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په پایله کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي دي.