۵۷ تنه ترهګر وژل شوي
کابل – افغانستان: د هېواد ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۷ پلان شوي ګډ یرغلیز او چاڼيز عملیات او ۲۴ هوايي بریدونه د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې تر سره کړي؛ د دغه عملیاتو په ترڅ کې ۵۷ تنه ترهګر وژل شوي، ۱۸ تنه ټپیا او د ۴ شکمنو کسان په ګډون ۵ تنه نیول شوي دي.
لغمان- قرغه ییو او علیشنګ ولسوالیو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو په پایله کې ۱۷ تنه ترهګر وژل شوي، ۲ تنه ټپیان، ۲ شکمن کسان نیول شوي او د دښمن د وسلو او مهماتو یوه دېپو له منځه وړل شوې ده.
هلمند- نادعلي او ګرمسیر ولسوالیو کې د ځوابي ډزو او هوايي بریدونو په پایله کې ۷ تنه ترهګر وژل شوي او ۳ تنه ټپیان شوي دي.
بدخشان- نسی ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په پایله کې ۷ تنه ترهګر وژل شوي دي.
بغلان- ډنډ غوري شاوخوا سیمو کې د ماین چودنې په پایله کې ۶ تنه ترهګر وژل شوي او ۷ تنه ټپیان وشوي دي.
ننگرهار- شېرزادو ولسوالۍ کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو په پایله کې ۶ تنه ترهګر وژل شوي دي.
جوزجان- خانقا ولسوالۍ په شاه مرزا کلي کې د هوايي برید په پایله کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي او ۳ تنه ټپیان شوي دي.
فراه- ولایت مرکز روکین کلي کې د هوايي ځواکونو په مرسته د ګډو ځانګړو عملیاتو په پایله کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي، ۲ شکمن کسان نیول شوي او یو موټر سایکل له منځه وړل شوی دی.
سرپل- ولایت مرکز اړوند سیمو کې د هوايي ځواکونو په مرسته د امنیتي او دفاعي ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو په پایله کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي، ۳ تنه ټپیان او د قشقري پائین درې، زنجک، ایک زیک او مسجد نو جوی کلي په بشپړه توګه د دښمن له شتون څخه پاک شوي دي.
فاریاب- پشتونکوټ ولسوالۍ کې د هوايي برید په پایله کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي، یوه موضع او یو موټر سایکل له منځه وړل شوي دي.
پروان- بګرام ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په پایله کې یو تن ترهګر وژل شوی او یو میل وسله لاسته راغلې ده.
پکتیکا- برمل ولسوالۍ کې د ګډو ځانګړو عملیاتو په پایله کې یو تن ترهګر نیول شوی، یو شمېر وسلې او مهمات، ۶ قطعې پاکستاني پېژند کارتونه او د طالبانو یوه اندازه تبلیغاتي اسناد لاسته راغلي دي.