۳۱ تنه ترهګر وژل شوي
کابل – افغانستان: د هېواد ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۸ پلان شوي ګډ تعروضي او چاڼيز عملیات او۱۵ هوايي بریدونه د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې تر سره کړي؛ د دغه عملیاتو په ترڅ کې ۳۱ تنه ترهګر وژل شوي، ۱۳ تنه ټپیان او یو تن نیول شوی دی.
هرات- پښتون زرغون او شنډنډ ولسوالیو کې د توپچي ډزو او هوايي بریدونو په ترڅ کې ۱۰ تنه ترهګر وژل شوي او د دښمن یوه واسطه له منځه وړل شوې ده.
کندز- دشت ارچي ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په پایله کې ۷ تنه ترهګر وژل شوي او ۸ تنه ټپیان شوي دي.
هلمند- مارجه ولسوالۍ او لښکرګاه ښار کې د هوايي بریدونو او د کماندو ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې ۵ تنه ترهګر وژل شوي، یو موټر، ۱۱ کړۍ بېلابېل ډول ماینونه او یوه موضع له منځه وړل شوي دي.
کندهار- میوند ولسوالۍ کې د ملي پوځ د ځوابي ډزو په ترڅ کې د طالبانو د یو تن قومندان په ګډون ۳ تنه ترهګر وژل شوي، ۳ تنه ټپیان او ۱۵ کړۍ ماینونه کشف او شنډ کړی شوي دي.
غزني- ده یک ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په پایله کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي دي.
میدان وردک- جلریز ولسوالۍ کې د هوايي برید په پایله کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي او ۲ تنه ټپیان شوي دي.
پکتیکا- ولایت مرکز ښرنه کې د هوايي بریدونو په پایله کې د حقاني د شبکې یو تن ترهګر وژل شوی او د دغه ډلې اړوند یو موټر سایکل له منځه وړل شوی دی.