۱۰۱ تن ترهګر وژل شوي

zia_omid

کابل – افغانستان: د هېواد ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۰ پلان شوي ګډ تعروضي او چاڼيز عملیات او۱۹هوايي بریدونه د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې تر سره کړي؛ د دغه عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو لخوا د دهنه غوري ولسوالۍ لپاره د نومول شوي قاضي او ۴ داعشیانو په ګډون ۱۰۱ تن ترهګر وژل شوي او ۱۵ تنه ټپیان شوي دي.

فاریاب- پښتونکوټ ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۶۳ تنه ترهګر وژل شوي او ۷ تنه ټپیان شوي دي.

بغلان- دهنه غوري ولسوالۍ کې د طالبانو د یو تن قاضي قاري نور محمد په ګډون ۹ تنه ترهګر وژل شوي دي.

زابل- میزان ولسوالۍ کې د ځوابي انداخت په ترڅ کې ۹ تنه ترهګر وژل شوي او ۵ تنه ټپیان شوي دي.

ننگرهار- اچین ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۴ تنه داعشیان وژل شوي، د مهماتو یوه زېرمه او یو تونل له منځه وړل شوي دي.

پکتیکا- ولایت مرکز کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي او یو موټر سایکل له منځه وړل شوی دی.

میدان وردک- نرخ ولسوالۍ کې د هوايي برید په ترڅ کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي دي.

پکتیا- زرمت ولسوالۍ کې د هوايي برید په ترڅ کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي دي.

غزنی- اندړو ولسوالۍ کې د هوايي برید په ترڅ کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي دي.

لغمان- علیشنګ ولسوالۍ کې د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او ۲ تنه ټپیان شوي دي.

هلمند- نهر سراج ولسوالۍ کې د هوايي برید په ترڅ کې یو تن ترهګر وژل شوی دی.