د ملي دفاع سرپرست وزیر د ترکیې له دفاع وزیر سره وکتل!

zia_omid
جمعه ۱۳۹۸/۸/۳ - ۱۹:۴۶
د ملي دفاع سرپرست وزیر د ترکیې له دفاع وزیر سره وکتل!

د ناتو غړو هېوادونو د دفاع له وزیرانو سره د لیدنې په دوام، د ملي دفاع سر پرست وزیر اسد الله خالد د ترکیې هېواد د دفاع له وزیر سره وکتل.

د ترکیې هېواد د دفاع وزیر هولوسي اکار له ترهګرو سره په جګړه کې د افغان ملي دفاعي او امیتي ځواکونو لاسته راوړنې او پیاوړتیا په خوښۍ سره یاد کړل او د خپل هېواد د مرستو په دوام یې ټینګار وکړ.

د ملي دفاع سر پرست وزیر اسد الله خالد له افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو سره د ترکیې د هېواد له پوځي مرستو څخه مننه وکړه او د دوامداره مرستو په اړه یې خوښي څرګنده کړه.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته