د ملي دفاع وزارت سرپرست، د ناروې د دفاع له وزیر سره وليدل!

zia_omid
جمعه ۱۳۹۸/۸/۳ - ۱۵:۲۰
دیدار اسدالله خالد سرپرست وزارت دفاع ملی با وزیر دفاع ناروی!

د هېواد د ملي دفاع وزارت سرپرست "اسدالله خالد"، د بروکسل ناستې په څنډه کې د ناروې شاهی هېواد د دفاع له وزیر "فرانک بک جسن" سره وکتل.

په دې لیدنه کې دواړو لورو له ترهګرۍ سره په ګډې مبارزې او له افغان دفاعي او امنيتي ځواکونو څخه د ملاتړ د دوام په ارزښت خبرې وکړې.

د ناروې د دفاع وزير وويل چې هېواد به يې په افغانستان کې خپلې، مرستې، همکارۍ او حضور زياد کړي.

د هېواد د ملي دفاع سرپرست وزیر، له افغانستان سره د دوست هېواد ناروې له شویو مرسته مننه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د ناټو د عړو هېوادونو مرسته او همکاري له تروریزم سره په جګړې کې او د افغانانو د امنیت په ټینګښت مهم رول لوبوي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته