۸۶ تنه ترهګر وژل شوي
کابل – افغانستان: د هېواد ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۱ پلان شوي ګډ تعروضي او چاڼيز عملیات او۲۳هوايي بریدونه د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې تر سره کړي؛ د دغه عملیاتو په ترڅ کې ۸۶ تنه ترهګر وژل شوي، ۱۸ تنه ټپیان، د مخدره توکو ۳ تنه قاچاق وړونکي او یو شکمن کس نیول شوي دي.
هرات- چشت شریف ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۲۵ تنه ترهګر وژل شوي، ۶ پټنځي او د دښمن یو شمېر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.
غزنی- ده یک او مقر ولسوالیو کې د ځوابي انداخت او هوايي بریدونو په ترڅ کې د مقر ولسوالۍ ته د طالبانو د ډلې د استخباراتو د مرستیال په ګډون ۱۹ تنه ترهګر وژل شوي، ۸ تنه ټپیان او د دښمن یو شمېر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.
بغلان- دهنه غوري ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۱۲ تنه ترهګر وژل شوي، ۲ تنه ټپیان، ۳ موټر او د دښمن یو شمېر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.
هلمند- نهر سراج او واشېر ولسوالیو کې د ګډو ځانګړیو عملیاتو په ترڅ کې ۸ تنه ترهګر وژل شوي، یو شکمن کس نیول شوی، ۲ موټر سایکل او یو شمېر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.
تخار- دړقد ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۸ تنه ترهګر وژل شوي او ۵ تنه ټپیان شوي دي.
زابل- ترنک او جلدک ولسوالیو او د ولایت مرکز کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۷ تنه ترهګر وژل شوي، ۳ تنه ټپیان او د چاودېدونکو توکو څخه ډک یو موټر له منځه وړل شوی دی.
ننگرهار- هسکه مېنه او خېوې ولسواليو کې د چاڼیزو عملیاتو او هوايي برید په ترڅ کې ۳ تنه داعشیان وژل شوي او د مخدره توکو ۳ تنه قاچاق وړونکي نیول شوي دي.
پکتیکا- ولایت مرکز شاوخوا د هوايي برید په ترڅ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او یو موټر سایکل له منځه وړل شوی دی.
کندهار- شاولیکوټ ولسوالۍ کې د توپچي انداخت په پایله کې یو تن ترهګر وژل شوی دی.
میدان وردک- چک ولسوالۍ کې د هوايي برید په ترڅ کې یو تن ترهګر وژل شوی دی.