۷۷ تنه ترهګر وژل شوي

zia_omid

کابل – افغانستان: د هېواد ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۷ پلان شوي ګډ تعروضي او چاڼيز عملیات او ۲۲ هوايي بریدونه د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې تر سره کړي؛ د دغه عملیاتو په ترڅ کې ۷۷ تنه ترهګر وژل شوي، ۳۳ ټپیان او ۶ شکمن کسان نیول شوي دي.

جوزجان- درزآب ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۱۴ تنه ترهګر وژل شوي، ۸ تنه ټپیان، ۶ موټر سایکل، ۹ موټر او یو شمېر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.

بغلان- دهنه غوري او دوشي ولسوالیو کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۱۲ تنه ترهګر وژل شوي، د طالبانو د والي مرستیال قاري بختیار په ګډون ۲ تنه ټپیان شوي، ۳ موټر سایکل او یو شمېر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.

هلمند- نهرسراج او ګرمسېر ولسوالیو کې د هوايي بریدونو او چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۱۱ تنه ترهګر وژل شوي، ۲ شکمن کسان نیول شوي، ۵ موضعوې، یو موټر، د وسلو او مهماتو یوه زېرمه او ۵۰۰ کیلو ګرامه امونیم نایترېت له منځه وړل شوي دي.

ننگرهار- ده بالا، شیرزادو او لعلپوره ولسوالیو کې د هوايي بریدونو او ځوابي ډزو په ترڅ کې ۱۰ تنه ترهګر وژل شوي او یو شمېر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.

غزنی- آب بند، قره باغ او اندړو ولسوالیو کې د هوايي بریدونو او ځوابي ډزو په ترڅ کې ۷ تنه ترهګر وژل شوي، یو تن ټپي او ۲ موټر سایکل له منځه وړل شوي دي.

سمنگان- ولایت مرکز شاوخوا سیمو کې د ملي پوځ د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۶ تنه طالب ترهګر وژل شوي، ۱۱ تنه ټپیان، ۲۲ موټر سایکل او یو شمېر وسلې او مهمات لاسته راغلي دي.

زابل- شاجوی او شینکۍ ولسوالیو کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۶ تنه ترهګر وژل شوي او ۴ تنه ټپیان شوي دي.

بادغیس- بالامرغاب ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۶ تنه ترهګر وژل شوي، ۲ تنه ټپیان، یو موټر سایکل او د دښمن ۴ موضعوې له منځه وړل شوې دي.

کندز- دشت ارچي ولسوالۍ کې د توپچي بریدونو او چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي او ۳ تنه ټپیان شوي دي.

هرات- زاول ولسوالۍ کې د ځوابي انداخت په ترڅ کې یو تن ترهګر وژل شوی او ۲ تنه ټپیان شوي دي.

 میدان وردک- چک ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو او د ګډو ځانګړیو عملیاتو په ترڅ کې یو تن ترهګر وژل شوی، ۴ شکمن کسان نیول شوي، یو شمېر وسلې او مهمات، د ۲۱ د مبایل سېټونه، د پاکستاني د هویت یوه قطعه کارت لاسته راغلي او یو موټر سایکل له منځه وړل شوی دی.