۴۳ تنه ترهګر وژل شوي

s.mohmand

کابل – افغانستان: د هېواد ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۵ پلان شوي ګډ تعروضي او چاڼيز عملیات او ۱۸ هوايي بریدونه د هېواد په ۱۱۱ ولایتونو کې تر سره کړي؛ د دغه عملیاتو په ترڅ کې ۴۳ تنه ترهګر وژل شوي او ۱۶  تنه نور ټپیان شوي دي.

زابل- شاه جوي ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو  او چانیزو عملیاتو په ترڅ کې ۱۶ تنه ترهګر وژل شوي او د طالبانو د ۲ تنو سیمه ایزو قوماندانانو هریو موسی زي او ننګلیالي په ګډون ۴ تنه ټپیان شوي دي.

غزنی-  ده یک، مقر او آب بند  ولسوالیو کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۱۳ تنه ترهګر وژل شوي، ۴ ټپیان او ۲ موټر سایکلونه له منځه وړل شوي دي.

بلخ- دولت آباد ولسوالۍ کې د هوايي برید په ترڅ کې ۶ تنه ترهګر وژل شوي او ۶ تنه ټپیان شوي دي.

پکتیکا- ارګون ولسوالۍ کې د هوايي برید په ترڅ کې ۵ تنه ترهګر وژل شوي دي.

 هلمند- نهر سراج او سنګین ولسوالیو کې د ملي اردوځواکونو د چانیزو عملیات او هوایي برید په ترڅ کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي، ۲ تنه ټپیان، ۶ پټنځایونه، ۱۲ تیرکشونه، ۸۰ متر خندق  ویجاړ کړل شوي او ۵ کړۍ ماینونه کشف او شنډ شوي دي.

ارزګان- مرکز اړوند سینا په سیمه کې د هوايي برید په ترڅ کې د ماین جوړولو یوه کارخونه له منځه وړل شوې ده.