۴۳ تنه ترهګر وژل شوي
کابل – افغانستان: د هېواد ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۴ پلان شوي ګډ تعروضي او چاڼيز عملیات او ۱۶ هوايي بریدونه د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې تر سره کړي؛ د دغه عملیاتو په ترڅ کې ۴۳ تنه ترهګر وژل شوي، ۳ ټپیان او د یو شکمن کس په ګډون ۱۷ تنه نیول شوي دي.
ننگرها- پچیراګام او خوګیاڼیو ولسوالیو کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې د ۱۶ داعشیانو په ګډون ۲۸ تنه ترهګر وژل شوي او یو تن داعشی ټپي شوی دی.
هرات- شینډنډ ولسوالۍ کې د کماندو ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۶ تنه ترهګر وژل شوي، ۱۷ شکمن کسان نیول شوي او یو شمېر وسلې او مهمات لاسته راغلي دي.
غزنی-ده یک او جغتو ولسوالیو کې د هوايي بریدونو او ځوابي ډزو په ترڅ کې ۶ تنه ترهګر وژل شوي او ۳ موټرسایکل له منځه وړل شوي دي.
کندز- دشت ارچي ولسوالۍ کې د ګډو ځانګړیو عملیاتو په ترڅ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او یو شمېر وسلې او مهمات لاسته راغلي دي.
کاپیسا- اله سای ولسوالۍ کې د کماندو ځواکونو د ځانګړیو عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو د سرې قطعې د قومندانانو څخه یو تن وژل شوی دی.
پکتیا- زرمت ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په ترڅ کې ۲ تنه ترهګر ټپیان شوي، ۲ موټرسایکل او ۲ پایې مخابرې لاسته راغلې دي.
بلخ- چاربولک ولسوالۍ کې د کماندو ځواکونو د ځانګړیو عملیاتو په ترڅ کې ۱۲ تنه ترهګر نیول شوي دي.
فراه- اناردره ولسوالۍ کې د ګډو ځانګړیو عملیاتو په ترڅ کې ۸ تنه ترهګر نیول شوي او یو شمېر وسلې او مهمات لاسته راغلي دي.
میدان وردک- چک ولسوالۍ کې د هوايي برید په ترڅ کې د چاودېدنکو توکو څخه ډک یو موټر له منځه وړل شوی دی
لوگر- ولایت مرکز بادخواب شانه کلي کې د کماندو ځواکونو د ځانګړیو عملیاتو په ترڅ کې یو شمېر وسلې او مهمات لاسته راغلي او یوه بوجۍ چاودېدونکي توکي له منځه وړل شوي دي.