۱۱۸ تنه ترهګر وژل شوي

s.mohmand

کابل – افغانستان: د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۰پلان شوي ګډ تعروضي او چاڼيز عملیات، ۸۱ ځانګړې کوماندويي دندې او ۲۶هوايي بریدونه د هېواد په ۹ ولایتونو کې تر سره کړي دي.

د دغه عملیاتو په ترڅ کې د یو تن داعشي په ګډون ۱۱۸ تنه ترهګر وژل شوي، ۲۷ تنه ټپیان او ۴ تنه نیول شوي دي.

فاریاب- ګرزیوان ولسوالۍ کې د کماندو ځواکونو د ځانګړو عملیاتو او هوايي بریدونو په ترڅ کې ۵۱ تنه ترهګر وژل شوي او ۲۰ تنه ټپیان شوي دي.

بغلان- پلخمري او ډنډ غوري ولسواليو کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۲۲ تنه ترهګر وژل شوي دي.

ارزگان- شهید حساس او چارچینو ولسوالیو کې د چاڼیزو عملیاتو او هوايي بریدونو په ترڅ کې ۱۸ تنه ترهګر وژل شوي، د دښمن ۷ پټنځایونه ویجاړ، یو شمېر وسلې او مهمات لاسته راغلي دي.

ننگرهار- پچیراګام او سره رود ولسوالیو کې د چاڼیزو عملیاتو او هوايي بریدونو په ترڅ کې د یو تن داعشي په ګډون ۱۱ تنه ترهګر وژل شوي، ۳ تنه ټپیان، ۲ پټنځایونه، ۴ موټر، ۲ موټرسایکل، یو شمېر وسلې او مهمات لاسته راغلي او ۱۰ کړۍ ماینونه کشف او شنډ کړی شوي دي.

لغمان- علیشنګ او دولت شاهي ولسوالیو کې د ځوابي ډزو او هوایي بریدونو په ترڅ کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي او ۲ تنه ټپیان شوي دي.

هرات- غوریانو ولسوالۍ کې د کماندو ځواکونو د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې یو تن ترهګر وژل شوی، د ۲ شکمنو کسانو په ګډون ۴ تنه نیول شوي، د موبایل ۲ سېټونه، ۲ جلده پېژند پاڼې، آته ويشت زره او دری سوه (۲۸۳۰۰ ) افغانۍ، ۵۰۰ کیلو ګرامه تریاک، یو شمېر وسلې او مهمات لاسته راغلي او ۲ موټر له منځه وړل شوي دي.

  بدخشان- بهارک ولسوالۍ کې د هوايي برید په ترڅ کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي او د دښمن یو هاموې ټانک له منځه وړل شوی دی.

بلخ- چاربولک او بلخ ولسوالیو کې د کماندو ځواکونو د ځانګړو عملیاتو او ځوابي ډزو په ترڅ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي، ۲ تنه ټپیان او د دښمن یو وسلتون له منځه وړل شوی دی.

هلمند- نوزاد ولسوالۍ کې د هوايي برید په ترڅ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او یو موټرسایکل له منځه وړل شوی دی.

کندز- ښار ته څېرمه، د هوايي برید په ترڅ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي دي.