۱۱۲ تنه ترهګر وژل شوي
کابل – افغانستان: د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۹ پلان شوي ګډ تعروضي او چاڼيز عملیات، ۷۶ ځانګړې کوماندويي دندې او ۳۰ هوايي بریدونه د هېواد په ۸ ولایتونو کې تر سره کړي دي.
د دغه عملیاتو په ترڅ کې ۱۱۲ تنه ترهګر وژل شوي، ۶۱ تنه ټپیان، ۹ تنه نیول شوي او ۶ تنه هېواد وال د طالبانو د بند څخه آزاد شوي دي.
بلخ- خلم، بلخ، کشنده او چاربولک ولسوالیو کې د کماندو ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۱۷ تنه ترهګر وژل شوي، ۲۳ تنه ټپیان او ۹ تنه نیول شوي دي.
بدخشان- جرم او بهارک ولسوالیو کې د چاڼیزو عملیاتو او هوايي بریدونو په ترڅ کې د تاجکستان مېشتي فتح الله په ګډون ۱۷ تنه ترهګر وژل شوي او یو تن ټپي شوی دی.
ننگرهار- سرخ رود ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په ترڅ کې ۱۲ تنه ترهګر وژل شوي او ۳ تنه ټپیان دي.
کنر- چپې درې ولسوالۍ کې د هوايي برید په ترڅ کې ۱۱ تنه ترهګر وژل شوي او ۸ تنه ټپیان شوي دي.
غزنی- ګیرو ولسوالۍ کې د کماندو ځواکونو د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې زموږ ۶ تنه هېواد وال د طالبانو د بند څخه آزاد شوي دي.
ارزگان- شهید حساس ولسوالۍ کې د هوايي برید په ترڅ کې ۶ تنه ترهګر وژل شوي دي.
فاریاب- قرغان ولسوالۍ کې د ملي اردو د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو د ډلې ګروپ مشر ملا رسول خنجر له خپلو ۴ تنو ملګرو سره وژل شوی او ۷ تنه ټپیان شوي دي.