د کورنیو چارو وزارت په تالار کې د امنیت د ټینګښت په موخه د درې ګونو امنیتي او دفاعي ځواکونو ستایلو په مناسب غونډه تر سره شوه

web_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۴ - ۱۵:۵۴
د کورنیو چارو وزارت په تالار کې د امنیت د ټینګښت په موخه د درې ګونو امنیتي او دفاعي ځواکونو ستایلو په مناسب غونډه تر سره شوه

نن ورځ د کورنیو چارو وزارت په تالار کې د کوچني او لوی اخترونو او د محرم الحرام په ورځو کې په هیواد کې د سرتاسري امنیت د ټینګښت په موخه د امنیتي او دفاعي ځواکونو د معنوي او مادي ستایلو په مناسب غونډه تر سره شوه.

په دغه غونډه کې د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب "مجاهد" د کورنیو چارو سرپرست وزیر الحاج خلیفه سراج الدین"حقاني" او د استخباراتو عمومي ریاست رئیس مولوي عبدالحق "وثیق" او د امنیتي او دفاعي ځواکونو ګڼ شمېر مسؤلینو ګډون کړی وو.

د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب "مجاهد" پخپلو خبرو کې امنیتي ځواکونو د ستاینې او قدردانۍ ترڅنګ زیاته کړه: لکه څنګه چې په ارضي تمامیت بشپړ حاکمیت لرو په لنډ وخت کې به په هوایي حریم هم حاکمیت ترلاسه کړو، که هر څوک زموږ خاورې ته په بې احترامۍ ګوري نو له شته امکاناتو څخه په استفادې خپل غبرګون ښیو، موږ د هیچا فرمایشات نه منو یوازې د خپل امیر اطاعت کوو.

همدا رنګه د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه صاحب پخپلو خبرو کې وویل: مجاهدین په خاص ډول مسؤلین په هیواد کې د میشتو خلکو، دولتي او غیر دولتي مؤسساتو د خوندیتوب مکلفیت لري، هر مسؤل شخص چې د ولس د امنیت د خوندیتوب په برخه کې بې غوري وکړي د مسؤلینو لخوا تر پوښتنې لاندې نیول کیږي.

همدا راز مولوي عبدالحق "وثیق" پخپلو خبرو کې وویل: د استخباراتو لوی ریاست خپلې دندې د یو بشپړ او جامع قانون له مخې ترسره کوي، چې ټول مواد او بندونه یې د اسلامي شریعت او حنفي فقهې پر اساس تخریج شوي او د علماوو له لوري‌ تائید شوي، او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله له لوري توشیح شوی، چي له تطبیق یې په خورا دقت څارنه کیږي.

غونډه د امنیتي او دفاعي ځواکونو له لوري امنیت د ټینګښت لپاره د جوړې شویو کمیټو مسؤلینو ته د مادي تشویق په ورکولو سره پای ته ورسېده.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته