د ځانګړو ځواکونو له قول اردو څخه د ملي دفاع وزارت د سرپرست اسدالله خالد لیدنه
نن له غرمې مخکې د ملي دفاع سر پرست وزیر اسدالله خالد په افغانستان کې د ناتو له عمومي قومندان سکات مېلر سره یو ځای د ملي پوځ د ځانکړو ځواکونو قول اردو ته تللي و، ترڅو د یادې قول اردو له منسوبینو څخه په دې موخه ستاینه وکړي، چې ګنې د هېواد او خلکو د امنیت په برخه کې یې نه ستړې کېدنکي هلې ځلې کړې دي.
په دې وروستیو کې افغان ځانګړو ځواکونو د هېواد په بېلابېلو برخو کې وسلوالو ترهګر له درنې مرګ ژوبلې سره مخامخ کړي دي او زیات شمېر ولسوالۍ یې د طالبانو له ولکې څخه آزادې کړې دي.