د وسلوال پوځ لوی درستیز نورستان ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې د يوې پلې لوا پرانيسته وکړه

s.mohmand
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۲۵ - ۲۰:۱۹
د وسلوال پوځ لوی درستیز نورستان ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې د يوې پلې لوا پرانيسته وکړه

د ملي دفاع وزارت په وړانديز او د اسلامي امارت د عالي مقام په منظورۍ، د ۲۰۱ «خالد بن وليد» قول اردو اړوند په نورستان ولايت کې يوه پلې لوا جوړه او د پوځ لوی درستیز قاري فصيح الدين «فطرت»، پوځي او ملکي مسوولينو شتون کې په جنوب ختیځ زون کې پرانیسته وشوه.

د وسلوال پوځ لوی درستيز قاري فصيح الدين «فطرت» نورستان ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې په دغه ولايت کې يوه پلې لوا چې څه موده وړاندې د اسلامي امارت مشرتابه له خوا منظور شوې وه افتتاح کړه.

دغه مراسم چې په همدې موخه جوړ شوي وو، مولوي سعدالله «سعادت» د يادې لوا قوماندان او ملا عبدالطیف «فطرت» د ارکان رییس په توګه معرفي شول.

د وسلوال پوځ لوی درستیز په خپلو خبرو کې د هېواد اوسنی امنيت په تیرو ۴۰ کلونو کې بې ساری ياد کړ او زياته يې کړه: خپلواکۍ د لارې شهيدانو د وينو، قربانيو او سرښندنو په برکت اوس د يو خپلواک افغانستان څښتنان يو، د هيڅ بیګانه هېواد پورې تړلي نه يو.

همداراز د پوځ لوی درستیز چې د هوايي ځواکونو قول اردو قوماندان امان الدین «منصور» يې په دې سفر کې ملتيا کوله د ۲۰۱ «خالد بن وليدل» قول اردو څخه ليدنه وکړه.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته